IQNA

په ۲۰۲۵ کال کې د دوبئ جایزې  د قرآن نړیوالې سیالۍ وځنډول شوې

6:40 - February 06, 2025
د خبر لمبر: 3490596
ایکنا – د دوبئ جایزې د قرآن نړیوالو سیالیو د ترسره کونکې کمیټې  د اعلامیې په اساس ،  په روان۲۰۲۵ کال کې  د دغو سیالیو د نوي پړاؤ ترسره کیدا  ځنډول شوې ده.

ایکنانیوز  د الخلیج  له قوله راپور راکړ،  د دوبئ د خیریه فعالیت او اسلامی چارو له ادارې سره اړونده  د دوبئ جایزې د قرآن نړیوالو سیالۍ ترسره کونکې کمیټې  په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، په ۲۰۲۵کال کې دغه سیالۍ  ځنډول شوي دي  چې  د سیالیو پراختیا او دهغو د سټنډرډونو لوړتیا ته د ژمنتیا ښودنه کوي څو  په لالوړ کیفیّت سره د قرآن   په خدمت کونې کې  خپلو موخو ته ورسیږي.

 دغه فیصله  د  دهغو سیالي کونکو  فضا د برابرولو  د تضمینولو او د  ګډون کونکو د تجروبې د ښه کیدا په موخې سره  د جایزې  دسټراټژيک  لرلید په چوکاټ کې  چې  د قرآن حافظانو ته اجازت ورکوي، خپل مهارتونه په ترټولو ښه ممکنه بڼه  وبریښوي، غوره شوې ده.

د دوبئ د خیریه  فعالیتونو او اسلامی  چارو  د ادارې عمومی مدیر او د دوبئ د قرآن کریم  د نړیوالې  جایزې د کمیشن مشر احمد درویش المهیري  په دې باب وئيلي دي،  د ځنډیدا دغه فیصله،له یوې ژورې مطالعې وروسته ترسره شوې ده  او د نړیوالو سټنډرډونو په ترټولو لوړې رعایتونې سره د سیالیو په اجرائي لارو چارو کې  او دغه راز  د قرآن په حافظانو کې د یوې  انګیزې  په رامینځةکونې کې په یوې بیلګې باندې د سیالیو په بدلولو کې د لازیاتې  پراختیا ته د رسیدا په موخې سره ترسره شوې  ده.

هغه  همداراز د قضاؤت د معیارونو ، د نامې د ثبتولو د بهیر  او د او د درستو سیالانو لباهر د یوه محرک او سیالۍ څخه د ډول چاپیریال د رامینځةکولو د تضمین به خاطر د  ګډون کونکو په وسیله  د وړاندې شوو  پشنهادونو  بشمول د سیالۍ د تخنیکی او  منظمونې  د ټولو اړخونو بیا ارزول،د دوبئ جایزې د قرآن د نړیوالو سیالیو د نوي پړاؤ د ځنډولو موخې اعلان کړي دي.

 المهیری  په پاي کې ددې خبرې په کولو سره چې  د  رسمي چینلونو له لارې به د سیالیو د راتلونکي  پړاؤ سره اړونده اطلاعات  په مناسب وخت کې اعلان کړي.

د وئيلو ده چې  د دوبئ جایزې د قرآن نړیوالې سیالۍ په اسلامی نړۍ کې  له مطرحو قرآنی سیالیو څخه دي چې هر کال  د روژې په مبارکې میاشتې کې به متحده عربی اماراتو کې د  اسلامی او عربی هیوادونو د استازو په شتون سره ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4264032

captcha